Pages

Subscribe Twitter Facebook

د خېر محمد راهي نوې شعري مجموعه "عالمه لاس د مينې ورکړئ" چاپ او خپره شوه


عالمه لاس د مينې ورکړئ
 رحمت ديوان
هر سړى لالى لالى کا، هم خوشحاله هر زړګى کا
لويه خدايه! دا مې واورې پښتونخوا راله سپرلى کا

چرته چې ټول چاپېرچل شاعري شاعري وي، چرته چې ټولنه په لطيفو جذبو اډاڼه وي، چرته چې د زړونو چمونو ته چلنده لارې وي، چرته چې د سپېڅلو کردارونو کيسې په جګه غړانګه د امن او مينې سندرې وايي نو هلته خو به د خېر محمد راهي په شان شاعران پېدا کېږي.
د خېر محمد راهي نوې شعري مجموعه "عالمه لاس د مينې ورکړئ" تازه له چاپه راووته. په ښکلي کاغذ او په ښکلې سرپاڼه جوړ دا کتاب په عامر پرنټنګ اېجنسۍ کې چاپ شو. کمپوزر يې مجاهد مرغز دى، شمېر يې زر ١٠٠٠ دى، دوه سوه څلور مخونه لري او بيه يې ١٣٠ روپۍ ده. د کتاب تړون په درېم مخ داسې شوى دى: "د خپل مور او پلار په نوم د چا په غېږ کې چې ما د پښتو او پښتونولۍ سبق زده کړى دى".
په کتاب باندې د نورالامين يوسفزي سريزه ده چې د شاعر پوره جاج يې پکې اخستى دى. په دې کتاب کې غزلې، نظمونه، لوبې، سندرې، رباعي او ټپې شاملې دي. د کتاب يو څو شعرونه دادي:

چې ټنګ ټکور به په حجرو کې کېده
هغه سرونه، محفلونه څه شول؟

د خپلو بزرګانو د تاريخ نه سبق واخلئ
منلى په دنيا کې کُل عالم په هر مېدان دى

تا مې له ګوګله په منګل زړه شوکولى دى
ستا په سرکونډي او شينکي خال مې زړه بايللى دى

شونډې دې ګلو سره مه جوښتوه
هسې نه اور په ګلستان اولګي

لاس کې لاسونه چې جانان راکول
په زړه داغونه خپل ارمان راکول

کاڼي راوورى په ټولو ظالمانو ربه!
سپين سبا راولې په خوارو عاجزانو ربه!

کتاب په لاندو درکونو باندې ترلاسه کولاى شئ:
يونيورسټي بک اېجنسي پېښور، اسلاميه بک اېجنسي پېښور، ويژن بکس مردان، کالج بک اېجسني صوابۍ او نعمان قوټو سټېټ مرغز.

1 comments:

Unknown said...

السلام علےکم رحمت اللہ برکاتہ
آ پ سب کی خےرت کو نےک در نےک چاہتاہوں
مےں اآپ سے اےک سے اےک گذارش کرتاہوں کہ مجھے منشی پرےم چند کے افسانے ’’ راہ نجات ،ستی ،سوجان بھگت ،اور نےا خزانہ،اآئی سی ےس،بات پھولوں‌کی ،بڑے گھر کی بےٹی ،مردہ بدست زندہ،مجھے مےرے دوستوں سے بچائو ،ےہ سب افسانے مجھے در کار ہےں۔
اس لئے مےں آپ سے گزارش کرتاہوں کہ آپ مجھے ارسال کرےں تو عےن نوازش ہوگی ۔شکرےہ

Post a Comment

ډېر ځل کتل شوي

Blog List

په دې سايټ کې ځان شريک کړئ