Pages

Subscribe Twitter Facebook

د عبدالحميد بابا ادبي ټولنې پنځلس ورځنۍ غونډې روداد


شروع کوم په نامه د لوې الله چې بخښونکى او مهربانه دى

د عبدالحميد بابا ادبي ټولنې پنځلس ورځنۍ غونډې روداد

روداد ليکونکى: غنم رنګ کوچى

د عبدالحميد بابا ادبي ټولنې پنځلس ورځنۍ غونډه په ٢٠١١ء کال د ٥مې مياشتې په ٢٠م تاريخ د بډه بېرې په موسٰى خان پرائمري سکول کښې وشو چې صدارت يې پروفېسر ستار خان لواغري صېب کولو. مشر مېلمه ابراهيم رومان وه او د نظامت چارې غنم رنګ کوچي ترسره کولې. د اېجنډې تر مخه وړومبى صالح خان افريدي خپل غزل تنقيد ته وړاندې کړو چې مطلع يې وه:
اوس چې مې نه کوي پوښتنه بيا دې نه رادرومي
زما چې روح لاړ شي له تنه بيا دې نه رادرومي
عمر خان افريدي او مستان ورته ښه مطلع وويله. ابراهيم رومان ويل: سره د دې چې څه نوې خبره په شعر کې نشته خو بيا هم زۀ ورته د وخت په مناسبت سره ښه شعر وايم. شهاب بنوڅي ويل زۀ ورته ښه شعر نشم ويلى. غنم رنګ کوچي د رحمت الله درد شعر وويلو چې:
اوس په ژوندون باندې مې نه کوي پوښتنه درده
زما د مرګ چې کله واوري اعلان نه دي راځي
دۀ ويل چې په شعر کې هم دې ته ورته خبره شوې ده. صدر ستار خان لواغري ورته ښه شعر وويلو.
وړومبى شعر:
چې نه ګيلې ورته کوى شم نه يې سترګې وينم
څه د اشنا پدې راتلنه بيا دې نه رادرومي
شهاب بنوڅي وويل د شعر د مطلع په لحاظ سره ښه شعر دى. عمر خان افريدي هم ورته ښه شعر وويلو. مصور خان غمګين ويل چې شاعر خپل پېغام لوستونکي ته په واضحه توګه نه ورکوي، په کار ده چې شاعر په اسانو تورو کې عوامو ته پېغام ورکړي، دۀ وويل چې شاعر په دې شعر کې ناکام شوى دى. خاکسار وويل چې ربط هم په شعر کې نشته. رومان بيا داسې نظر لرلو چې شاعر په شعر کې ښه ساده او روانه خبره کړې ده او د ابهام يا ربط پکې څه خبره نشته، شعر ښه دى خو شاعر زړې خبرې کوي. صدر وويل ماته پکې څه ابهام نه ښکاري، د غزل روايتي شعر دى او شاعر ملګري ښه خواري کړې ده، زۀ ورته ښه شعر وايم او اتفاق ورسره کوم.
دوېم شعر:
په سر مې لاس د تسلۍ نه ږدي ژړېږم ځکه
داغ لګوي مې په لمنه بيا دې نه رادرومي
مستان وويل د برنۍ مصرې سره د لاندې مصرې تضاد دى او تړون پکې نشته. عمر افريدي او محمد خاکسار ورته ښه شعر وويلو. شهاب بنوڅي ويل شاعر په دې شعر کې عجيبه خبره کوي، د ورور نه سړى د ورورۍ طمعه کوي، د زوي نه سړى د زوي طمعه کوي او بيا د اشنا نه په سر د لاس راښکلو طمعه کول ماته ښه نه ښکاري، په دې شعر کې هم شاعر نه دى کامياب شوى. ابراهيم رومان وويل چې شعر ته زۀ ښه شعر وايم، هغه ځکه چې زۀ په خپله د دې مرحلې نه تېر شوى يم او شهاب که داسې څه نه وي ليدلي، نو دې ته به زۀ د دۀ بدقسمتي ووايم، دۀ زياته کړه چې په سر د تسلۍ د لاس راښکو خبره ښه په ځاى شوې ده، دۀ ووې چې زۀ د شهاب د خبرو سره اتفاق نه کوم. رحمت سيد صافي په دوېمه مصرع کې "دا مې" په ځاى "دا چې" اصلاح وکړه. صدر يې محفل وويل چې ملګري په شعر کې محاورې استعمال کړي دي، په سر لاس راښکل او په لمنه د داغ خبره شوې ده، دۀ ويل زۀ ښه شعر هغه شعر ته وايم چې محاوره پکې په ښه طريقه راوړى شوې وي او په دې شعر کې محاورې په ځاى راوړى شوي دي، نو ښه شعر دى، دۀ شاعر ته د رحمان بابا او خاطر افريدي د کتابونو د مطالعې مشوره هم ورکړه، دۀ ويل دې سره به د دۀ په شعر کې نور هم پوخوالى راشي او شعر به يې پرمختګ وکړي.
درېم شعر:
چې د رقيب سره راځي ته يې زغملى نشې
زما زړګيه ګيله منه بيا دې نه رادرومي
غنم رنګ کوچي وويل چې د قافيې او رديف تړون په دې شعر کې نشته او شاعر په دې نه دى توانېدلى چې د نورو شعرونو غوندې د قافيې او رديف تړون وکړي. عمر افريدي او مصور غمګين شعر ته ښه شعر وويل. شهاب بنوڅي ويل چې دې شعر ته زۀ ښه شعر نشم ويلى، د نن وخت چې کومه تقاضه  مونږ نه غزل کوي، د هغه غزل رنګ په دې کې نشته او نه د هغه په لور د تګ کوشش پکې شوى، بلکې ټول مسلسل او زوړ خيال دى، د نوي او جديد غزل دپاره پکار ده چې مونږ نوې قافيې، نوى رديف او نوي خيالونه راوړو او په دې غزل کې دغه يوه غوښتنه هم نه ده پوره. ابراهيم رومان وويل چې زۀ د شهاب د نيمې خبرې سره اتفاق نه کوم، ځکه چې په شاعر دومره تنقيد نه دى پکار چې د هغه حوصلې ماتې کړى شي، شعر دومره جديد هم نه دى، خو دومره کمزورى هم نه دى څومره کمزورى چې شهاب ته ښکاري. صدر يې محفل هم وويل چې شاعر دا خبره نه ده کړې چې ما دا ښه شعر ليکلى او نه يې د ښه انقلابي شاعرۍ دعوه کړې ده، نه خو يې د حمزه بابا غوندې ويلي چې:
تۀ شوې د پښتو غزله ځوان زۀ دې بابا کړم
بلکې يو عام ساده او روان شعر دى، په مونږ کې خوشحال خټک، رحمان بابا، حميد بابا او حمزه بابا يو نيم پېدا کېږي، ټول چې ښه شاعران شي بيا به نو د ښه شاعر فرق له کومه شي.
مقطع:
د يار ليدل يې د مودو نه وو ارمان په زړګي
صالح چې مړ شي بې ديدنه بيا دې نه رادرومي
محمود غزنوي او نګاه حسېن غريب نګار ورته ښه شعر وويلو. عمر افريدي او مستان ويل چې برنۍ مصرع کې د "يې" په ځاى کې "مې" راشي نو شعر به برابر شي، خو شهاب بنوڅي ويل چې نه، بيا د ګرامر غلطي پېدا کوي، ځکه چې په دې شعر کې دا خپله خبره نه کوي، بلکې بس کس دۀ ته خبره کوي. رحمت ديوان د شهاب د تنقيد سره اتفاق وکړو، دۀ ويل چې تنقيد د ادب لپاره ډېر په زړۀ پورې دى او ډېر ضروري دى خو دا خبره يې هم ورزياته کړه چې بايد دومره تنقيد مونږ ونکړو چې د شاعر زړۀ مات کړو او د ليک نه توبه وکړي. د محفل صدر وويل چې د غزل په انګرېزۍ او عربۍ کې دومره ښکلا نشته څومره چې پښتو غزل ته وربخښلې ده. د انګرېزۍ يو شاعر ډېره خواري وکړه چې زۀ دې په خپله ژبه کې يو ښه غزل وليکم، خو هغه کامياب نشو. دۀ وويل چې زمونږ کلاسيک شاعرانو غزل ته ډېر څه ورکړي دي او بايد چې مونږ د غزل مقام وساتو، د دۀ د مقطع په اړه وويل چې مقطع په خپل ځاى ډېره ښکلې ده او ټول غزل ښکلى دى، دۀ ويل چې د هرې ټولنې د تنقيد خپل معيار دى، دۀ ويل چې مونږ کوم تنقيد کوو هغه د غزل په خاميو کوو، خو ځنې ټولنې داسې شته چې په هغه کې غزل د نظريې له خوا تلل کېږي، خو دا د شکر ځاى دى چې مونږ تنقيد ساده کوو، خو په ځاى او مناسب يې کوو، دۀ ويل چې د هر شاعر خپل د غزل مقام وي، څوک به د ګزارې شعر ليکي، څوک ډېر کمزورى او څوک به ډېر ښه ليکي، دا د خداى ورکړه ده او چې په چا يې څه پېرزو شي هغه د هغې په اندازه ليک کوي.
د صدر له خبرو نه پس ازاده مشاعره وشوه چې دغو ملګرو پکې ګډون وکړو: رحمت سيد صافى، اول خان عاجز، شهاب بنوڅى، زخمي افريدى، ابراهيم رومان، حسرت صېب، لطيف خان بارکزى، سيد محمد خاکسار، رحمت ديوان، غنچه ګل زرګر، شاه محمود غزنوي، محمد عامر امير زاده، نګاه حسېن غريب نګاه، ګل دين، محمد اغا ازروال، خان اغا مستان، غنم رنګ کوچى، ابراهيم جان ارماني، معروف عابد، محمد نور افريدي، مصور خان غمګين، ګل محمد عادل، بهرام ملنګ، صالح خان افريدى، ملت خان افريدى او پروفېسر ستار خان لواغرى.
راتلونکې غونډه کې به رحمت ديوان خپل نثر تنقيد ته وړاندې کوي.

0 comments:

Post a Comment

ډېر ځل کتل شوي

Blog List

په دې سايټ کې ځان شريک کړئ