Pages

Subscribe Twitter Facebook

د عبدالحميد بابا ادبي ټولنې اوونيزه غونډه


د عبدالحميد بابا ادبي ټولنې اوونيزه غونډه
رحمت ديوان
 
د عبدالحميد بابا ادبي ټولنې ماشو ګګر پېښور اوونيزه غونډه (٢٠، ٠٥، ٢٠١١ء) په بډه بېره کې په يو ښوونځي کې ترسره شوه. د غونډې پېل اول خان عاجز د کلام پاک نه وکړو، د نظامت چارې غنم رنګ کوچي ترسره کولې، د دې غونډې صدارت ښاغلي پروفېسر ستار خان لواغري کولو او مشر مېلمه يې ښاغلى ابراهيم رومان صېب وو.
اول معروف عابد د تېرې غونډې روداد واورولو چې ملګرو ډېر خوښ کړو، په دې پسې د تنقيدي نشست اغاز وشو، چې پکې صالح خان اپريدي خپل غزل تنقيد ته وړاندې کړو، غزل دادى:

اوس چې مې نه کوي پوښتنه بيا دې نه رادرومي
زما چې روح لاړ شي له تنه بيا دې نه رادرومي

چې نه ګيلې ورته کوى شم نه يې سترګې وينم
څه د اشنا پدې راتلنه بيا دې نه رادرومي

په سر مې لاس د تسلۍ نږدې ژړېږم ځکه
داغ لګوي مې په لمنه بيا دې نه رادرومي

چې د رقيب سره راځي ته يې زغملى نه شې
زما زړګيه! ګيله منه بيا دې نه رادرومي

د يار ليدل يې د مودو نه وو ارمان په زړګي
"صالح" چې مړ شي بې ديدنه بيا دې نه رادرومي

او په دې پسې سيد محمد خاکسار هم غوښتل چې خپل غزل تنقيد ته وړاندې کړي، غزل دادى:

عجب د جانان خيال رانه خيالونه تښتوي
په نيمه شپه څه دا رانه خوبونه تښتوي

دا ماشومه مينه مې شوه لويه شرارت کړي
په منډه مې له لاسو نه ګلونه تښتوي

کانې به يې ملګرو زياتې څه درته بيان کړم
په يو نظر دا ښکلي وايم زړونه تښتوي

ستا د تورو سترګو نه ښکلا د جهان ځار شه
غوټۍ دې دواړه شونډې دي لعلونه تښتوي

مرهم دى زخمي زړه لره که نه دى دا غزل
په زړه دې که هغسې زخمونه تښتوي

ښکلا د ښکلي مخ يې تجمع د جبين خال دى
هر تورى د غزل مې اوس خالونه تښتوي

الوزي په طرف درنه خاکساره! جوړ اسمان ته
پرواز د تخيل دې نن بازونه تښتوي


ټولو راغليو ملګرو په دې غزلو باندې ډېرې ګټورې خبرې وکړې او داسې دا نشست پائې ته ورسېد، په دې پسې غېر طرحي مشاعره وشوه چې پکې دې ښاغلو برخه واخيسته: اول خان عاجز، زخمي اپريدى، ابراهيم رومان، رحمت سيد صافى، ستار خان لواغري، غنچه ګل زرګر، عامر امير زاده، عمر خان عمر اپريدى، ګل محمد عادل، خان آغا مستان، غنم رنګ کوچى، معروف عابد، مصور خان غمګين، بهرام ملنګ، صالح خان اپريدى، ابراهيم ارماني، شهاب بنوڅى، سيد محمد خاکسار، لطيف الرحمان بارکزى، رحمت ديوان، شاه محمود غزنوي، نګاه حسېن غريب نګاه او محمد نور اپريدي برخه واخسته.
په راروانې غونډې کې به د رحمت ديوان لنډه کيسه تنقيد ته وړاندې کېږي.

0 comments:

Post a Comment

ډېر ځل کتل شوي

Blog List

په دې سايټ کې ځان شريک کړئ