Pages

Subscribe Twitter Facebook

"د معزالله خان مومند د فن او شخصيت هنداره" نومې کتاب چاپ شو


"د معزالله خان مومند د فن او شخصيت هنداره" نومې کتاب چاپ شو

رحمت ديوان
 معزالله زه به اوس څه خپله رضا کړم
چې رضا ده د اشنا رضا زما
 د عصمت سوراني تحقيقي کتاب "د معزالله خان مومند د فن او شخصيت هنداره" نومې کتاب چاپ شو، دا کتاب د مقالو مجموعه ده، چې درې برخې لري، په اوله برخه کې د مؤلف خپلې خبرې، د پروفېسر داور خان داود "سريزه" او د معزالله خان مومند د کورنۍ سره مرکه شامل دي. په دوېمه برخه کې د ښاغليو ارباب محمد حليم اېډوکېټ، ډاکټر ميا سهېل انشاء، ډاکټر حنيف خليل، پروفېسر ډاکټر ستار لواغري، پروفېسر داور خان داود، محمد داود مومند، پروفېسر وزير شادان، اقبال حسرت، پروفېسر ډاکټر جاويد خليل، شهاب بنوڅي، قاضي حنيف الله حنيف، اطلس ګل اطلس، سخي بادشاه همدرد سوراني، بلياز خاکسار بنوڅي، ډاکټر مسعود زاهد، ډاکټر نګاه حسېن نګاه، عصمت سوراني او سيد معصوم شاه معصوم تحقيقي مقالې شاملې دي. په درېمه برخه کې د معزالله خان مومند کلام دى.
څو اردو، فارسي او پښتو شعرونه:
اردو
آج پتيم ميرا خمارى هے
قتل هونے کى کس کى بار هے
لال پنيه پيانې باندها آج
يه ميرے قتل کى تيار هے
چاک ميرا جگر هوا افغان
زخم تيرے بهون کا کارى هے

فارسي
ديده بے نورِ ما روشن شد از يادِ رخش
ماه کنعان است تا کردست روشن چاه را
ميشود در عمرِ پيرى غم دو چندان خلق را
حرص دراين عمر ميگرد د فراوان خلق را
من و سلوٰى گر بودا افتادهـ درخوان صبح و شام
روز و شب دارد پريشان دلِ غم نان خلق را

پښتو
نا اشنا شه نن له ما اشنا زما
په ژړا پورې کوي خندا زما
درست لړمون په وينو ډک لرم له غمه
ستا غمونو که صورت حنا زما
معزالله زه به اوس څه خپله رضا کړم
چې رضا ده د اشنا رضا زما
دا يو ډېر ګټور کتاب دى چې پکې د معزالله خان مومند پښتو، اردو او په فارسي شاعرۍ ډېرې ګټورې خبرې شوې دي او د هغه په فن او ژوند باندې هم رڼا اچولې شوې ده، د کتاب په شا مخ باندې د اباسين يوسفزي صېب خبرې چاپ دي.
دا کتاب په جدون پرنټنګ پرېس پېښور (مارچ ٢٠١١ء) کې چاپ شو، د کتاب کمپوز سيد معصوم شاه معصوم، نظرثاني پرې مجبور سوراني کړې ده، شمېر يې يو زر، دوه سوه اتيا مخونه لري او بيه يې دوه سوه روپۍ ده. په يونيورسټي بک اېجنسي پېښور، يونيورسټي بک شاپ پښتو اکېډمي پېښور او حمزه بک ډپو چوک بازار بنو کې ترلاسه کولاى شئ. د کتاب خورونکي قلندر ادبي جرګه بډه بېره پېښور او تنقيدي ټولنه بنو دي.

1 comments:

Unknown said...

سلامونه احترامات
دیر شکلی مطلب مو شیر کری مننه کوم
که د معزالله مومند دیوان هم شیر کری مهربانی به مو وی

Post a Comment

ډېر ځل کتل شوي

Blog List

په دې سايټ کې ځان شريک کړئ