"پښتو ادب او امن" کتاب چاپ شو
رحمت ديوان
په کوئټه کې د پښتو ادبي ملګرو او کوهار ريسرچ انسټيټيوټ له خوا د اپرېل په ٢١مه او ٢٢مه نېټه کال ٢٠١٠ء د "پښتو ادب او امن" په نوم يو دوه ورځنى کانفرنس د S P O په تعاون سره جوړ شوى وو، چې پکې د لرې او برې پښتونخوا نه په ګڼ شمېر شاعرانو، ليکوالانو او پوهانو ګډون کړى وو.

په کتاب کې د ښاغليو سعيد ګوهر، سليم راز، طاهر اپريدي، سيد خېر محمد عارف، اسير منګل، سليم بنګښ، فاروق سرور، محمود اياز، ډاکټر عبدالروف رفيقي، ډاکټر علي کمېل قزلباش، شوکت ترين، خليل باور، مولانا امير زمان، برکت شاه مبارک، ډاکټر محمد شفيق، شمس تمانخېل، جمال الدين مسافر او رشيد حقمل مقالې شاملې دي. له دې پرته په کتاب کې د ارسلا خان کاکړ او سيد خېر محمد عارف خپلې خبرې هم شاملې دي.
د کتاب تړون يې په پنځم مخ باندې داسې کړى: "د امن د هلو ځلو په نوم".
دا کتاب په ښکلي کاغذ مجلد چاپ شوى دى. کمپوزر يې حافظ رحمت نيازي، شمېر يې پنځه سوه او بيه يې يو نيم سل روپۍ ده. د کتاب خورونکي پښتو ادبي ملګري بوري لورالايي او کوهار ريسرچ انسټيټيوټ لورالايي دي. د پښتونخوا د هر کتابتون نه يې ترلاسه کولاى شئ.
0 comments:
Post a Comment