Pages

Subscribe Twitter Facebook

د افغان ادبي بهير اوونيزې غونډې ګزارش


افغان ادبي بهير
ګزارش
ليکونکى: رحمت ديوان

د يکشنبې ورځ، ٢٢م مۍ کال ٢٠١١ء
د افغان ادبي بهير اوونيزه غونډه په لېسه بي بي مريم بورډ کې مازديګر پاو باندې شپږ بجې شروع شوه، چې مشري يې محترم ګل آغا شهباز او د وياندوۍ چارې يې عماد الدين دوران ترسره کولې. غونډه د الله محمد دوست د قرآن پاک د څو سپېڅلو آياتونو تلاوت نه پېل شوه، د قاري محمد اياز جانباز د نه راتګ په وجه د تېرې غونډې ګزارش وانه ورېدلى شو، د پرېکړې سره سم سميع الحق علي خېل خپل غزل کره کتنې ته وړاندې کړو.
مطلع:
په نوي خيال کښې مې يو نوى تصوير جوړ که اشنا
د خپلې مينې مې يو نوى ځنځير جوړ که اشنا

محترم ګل آغا شهباز صېب پرې د خبرو اغاز وکړو، دوى وويل چې ښه خيال او نوى شعر دى، د غزل په سر کې تاريخ پښتو کې ليکل پکار وو، د "کښې" بايد د "ښ" تورى استعمال نشي. ښاغلي نظير الحق قرېشي يې ستائينه وکړه، زياته يې کړه چې ښکلى او قوى شعر دى، د شاعر عمر نه ډېر مشر ښکاري، خو لږه لاسوهنه پکې پکار ده، که د "که" په ځاى "کړ" يا "کړه" وليکل شي نو سمه به وي. ښاغلي عماد الدين دوران يې په ځواب کې وويل چې زياتره شاعران وايي چې سيمه ييزو تورو ته خيال کوئ او دا په شعر کې خوند هم کوي، د "کړه" نه "که" ښه ښکاري، د دې په مثال کې يې د ښاغلي قندهار اپريدي صېب دا شعر:
اوس به شې اوده کسه
بيا نو ورته ښه کسه

راوړو او زياته يې کړه چې دا غزل مرحوم قلندر مومند صېب ډېر خوښ کړى وو او يو غزل يې هم پرې ليکلى وو، خو په نثر کې بيا دا يو غېب ښکاري.  قرېشي صېب دوېم بېت داسې جوړ کړو:
له خپلې مينې راته نوى ځنځير جوړ که اشنا

دوران صېب د د قرېشي سمونه نا سمه وګڼله، هغه زياته کړه چې دا د شاعر خيال سره ټکر نه خوري او اولنۍ مصرع يې داسې تجويز کړه:
په نوي خيال کې مې له الفاظو تصوير جوړ که اشنا

ده وويل چې په دې مصرع کې به د شاعر خيال ته زيان نه رسېږي. قرېشي صېب يې په ځواب کې وويل چې دا مصرع د شاعر خيال ته ډېر زيات نقصان رسوي او زياته يې کړه چې د "مې" په ځاى "راته" پکار دى. دوران يې په ځواب کې وويل چې په دې نيم بېتۍ کې شاعر په خپله لګيا دى او د "مې" په ځاى "راته" کې به بيا يو بل کس لګيا وي. ښاغلي شهباز د دواړو سمونې ښې وبللې او زياته يې کړه چې مصرع په خپل ځاى هم بده نده. قرېشي صېب دوېمه مصرع داسې سمه کړه:
د خپلې مينې نه مې نوى ځنځير جوړ که اشنا

دوران صېب په خپل ځاى مصرع سمه وګڼله او شهباز صېب هم ورسره همغږى شو.
اولنى شعر:
ټول افغانان مې سره يو ځاى کړل يو موټي مې کړل
هر يو صليب ته مې ماتم او يو وير جوړ که اشنا

قرېشي صېب وويل چې په دوېمه مصرع کې سکته ګي ده. شهباز صېب يې تعريف وکړ او ښکلى خيال يې وباله. دوران صېب وويل چې "يو وير" زما په خيال صيي نه راځي. قرېشي صېب دوېمه نيم بېتۍ داسې جوړه کړه:
د صليبيانو په کورونو مې وير جوړ که اشنا

ښاغلي دوران د "صليبيانو" په ځاى "غليمانو" ښه وګڼلو، قرېشي صېب يې په ځواب کې وويل چې مونږ هر يو يهود او بې دينه ته صليبي وايو. محترم شهباز صېب يې په ځواب کې وويل چې د وطن، ناموس، عزت دښمن که هر څوک دى خو غليم دى او د قرېشي صېب سره همغږى نه شو. دوران صېب د شهباز صېب سره همغږى شو.
دوېم شعر:
ځوانان ولاړل لوړو غرونو د سپين غر څوکو ته
مونږ هم د خپلې خوښې لوړ غر پامير جوړ که اشنا

تره کي صېب يې سمونه داسې وکړه:
ځوانان مو ولاړل لوړو غرو ته د زمريو په شان

دوران صېب پکې د "ځوانان" په ځاى "هغوى" سم وباله او قرېشي صېب بيا د شعر سمونه داسې وکړه:
ځوانان ولاړ دي په همت لکه د غرونو په شان
د ظالم مخ ته مو يو ځان نه پامير جوړ که اشنا

دوران بيا شعر داسې تجويز کړو:
ته که دښمن ته لکه غر په همت ودرېدې
ما هم په ننګ له خپل وجود نه پامير جوړ که اشنا

شهباز صېب د دوران شعر وستايلو، خو زياته يې کړه چې بيا شعر پردى کېږي، هغه د قرېشي شعر هم ښه وباله او وې ويل چې زما په خيال دوېمه مصرع سمه ده خو په اولنۍ مصرع کې ابهام شته. قرېشي صېب د دوران د شعر په ځواب کې وويل چې د شاعر خيال په دې شعر کې له منځه ځي، دوران ويل چې د شاعر خيال سره سم دى او تړاو لري. قرېشي صېب وويل چې په دې شعر کې بيا د "ته" سره خبره ورانېږي، اول شاعر سوال ځان ته کوي او بيا خبره هم خپله کوي. شهباز صېب وويل چې شاعر څه ليکلي او دوران يې چې کومه سمونه کړې نو دواړه د ابهام نه ډک شعرونه دي. ښاغلي دوران يې په ځواب کې وويل چې دا ستاسو خپل نظر دى او زما په نظر دا شعر سم دى. تره کي صېب او شهباز صېب د قرېشي سره همغږي شو.
درېم شعر:
خيال په وزرو ګلبڼ ته والوتم ګلان مې غونډ کړل
ښکلى ګلاب مې درته ښکلى امير جوړ که اشنا

دوران صېب د تنقيد نه مخکې شعر وستايلو او زياته يې کړه چې هوايي خيالات يې دي او الوتل او خيالات يو بل سره ډېر خوند کوي. شهباز صېب يې هم ستائينه وکړه. قرېشي صېب وويل چې د "خيال" نه وروسته سکته ګي شته. محترم تره کي او شبهاز ورسره همغږي شول. دوران صېب وويل چې خبره د راتلونکې ده، دلته خبره ده چې امير مې جوړ که، هلته په ګلونو پسې ځي، ګلان نه دي راغونډ شوي. قرېشي صېب پوښتنه وکړه چې راټولومه او راغونډ کړل څه فرق لري. دوران او شهباز صېب يې په ځواب کې وويل چې ډېر فرق لري، يو ماضي او بل حال. محترم تره کي صېب د اولنۍ نيم بېتۍ سمونه داسې وکړه:
اوس د خپل خيال په وزر الوځه ګلبڼ کې ګرځه

او زياته يې کړه چې د ګلاب مقام ډېر خاص دى. شهباز صېب ورسره همغږى شو او د تره کي صېب سمونه يې ډېره په زړه پورې وبلله، زياته يې کړه چې اوس يې جوړښت ښه دى، با معنا شو، مخکې يې هيڅ معنا نه وه، دوي زياته کړه چې د نبيع سلام رنګ هم د ګلاب په شان وو،  دوران يې هم ستائينه وکړه.
مقطع:
خوار رقيبانو يې جانان ته ځان مالدار وښوده
دې لېوني "علي خېل" ځان نه فقير جوړ که اشنا

قرېشي صېب يې ستائينه وکړه، زياته يې کړه چې ښکلى خيال او ښکلې تشبيح ده، هغوي خپله خبره يو ځل بيا هم تکرار کړه چې د "که" په ځاى دې "کړ" راشي. دوران صېب د قرېشي خبرې سره همغږى نه شو او زياته يې کړه چې په "که" کې د "هـ" لپاسه حمزه "ء" بايد ورکړل شي. تره کي صېب يې په ځواب کې وويل چې په بره پښتونخوا کې دا نشته.  ټول په دې متفق شو چې بايد شعر په داسې ژبه وليکل شي چې عام اولس پرې پوهېږي، خو دوران له دوي سره همغږى نه شو. قرېشي صېب دوېمه نيم بېتۍ داسې سمه وګڼله:
ما "علي خېل" ورته خپل ځان نه فقير جوړ که اشنا

او زياته يې کړه چې په اولنۍ مصرع کې دې "يې" په "مې" بدله شي. تره کي صېب د اولنۍ مصرعې سمونه داسې وکړه:
زه رقيبانو مې جانان ته ځان مالدار وښودم

قرېشي صېب وويل چې رقيب د ده جانان ته ځان مالدار ښودلى دى، خبره ډېره په ښائسته انداز کې شوې ده. دوران زياته کړه چې د مخکې نه فقير نه وو خو اوس فقير شوى دى. قرېشي صېب  وويل چې خوار مونږ د جمع لپاره هم په کارولى شو. دوران صېب وويل چې شاعر په شعر کې کامياب شوى نه دى. ښاغلي شهباز يې سمونه داسې وکړه:
دې رقيبانو مې جانان ته ځان مالدار وښوده

قرېشي صېب وويل چې شعر د شاعر نه زيات مشر دى، بل څوک نشته چې داسې شعر وليکي، د ستايلو وړ دى، زياته يې کړه چې په سلو کې اتيا فيصده دى، د شعر ټول لوازمات يې پوره دي، تايد يې کوم. ښاغلي دوران وويل چې علي خېل د ډېر وخت نه په ادبي محفلونو کې ناسته پاسته کوي، اوس هم ښه دى او نور به هم ډېر ښه شي. سميع الحق علي خېل د ټولو ډېره مننه وکړه چې په شعر يې دومره ګټورې خبرې وکړې او په اخره کې د غونډې مشر محترم حاجي ګل آغا شهباز صېب وويل چې ډېره ښکلې او په زړه پورې غونډه وه، په غزل باندې ډېره ښه کره کتنه وشوه او داسې په غزل باندې کره کتنه پاى ته ورسېده.
بيا ورپسې يوه غېر طرحي مشاعره وشوه چې دې ښاغليو فضل مولا تره کي، نظير الحق قرېشي، الله محمد دوست (د ذاکر شعر)، سميع الحق علي خېل، عماد الدين دوران او حاجي ګل آغا شهباز پکې برخه واخسته، له ديو نه علاوه په دې غونډه کې شاه آغا شېرزاد او رحمت ديوان هم ګډون درلود.
په راروانه غونډه کې به د فضل مولا تره کي صېب په نثر باندې کره کتنه کېږي.

0 comments:

Post a Comment

ډېر ځل کتل شوي

Blog List

په دې سايټ کې ځان شريک کړئ