Pages

Subscribe Twitter Facebook

د ممتاز اورکزي دوېمه شعري مجموعه "د زمکې اسمان" له چاپه راووته


"د زمکې اسمان" شعري مجموعه له چاپه راووته

رحمت ديوان

ممتاز اورکزى زمونږ د نوي نسل د غزل نمائنده شاعر دى، د نوموړي دوېمه شعري مجموعه "د زمکې اسمان" تازه له چاپه راووته.
په دې مجموعه کې زياتره غزلې او يو څو نظمونه شامل دي. په کتاب کې د محترمو محمود اياز، اسير منګل او اعجاز خټک تنقيدي مقالې چاپ دي، چې هغوي پکې د ممتاز اورکزي د شاعرۍ پوره پوره تنقيدي جائزه اخستې ده.
د شعرونو څو نمونې:
زه په اخلاص يو ځل د ستړي زندګۍ د زندان
دروازې ولې خلاصومه، تجربه کومه

له مېکدې نه تر محرابه منډې څله وهم
زه له سرابه تر سرابه منډي څله وهم

ته څه ګرم يې که دې هيڅ ځواب رانکړ
زه پخپله د خپل ځان لپاره سوال يم

ما د لارې د کړاؤ تپوس ونه کړ
خو چې ستا په لور روان وو ورسره شوم

ماته خلک ولې ستوري ستوري ښکاري
شکې مې ولې د اسمان په زمکه کېږي

کتاب په ښکلي کاغذ مجلد چاپ شوى دى، تړون يې د "د پښتو ادبي چمن ټل، د ساهو ليکونکيو مرکې پېښور، د اماراتو پښتو ادبي ټولنې دوبۍ" په نوم شوى دى. د چاپ کال يې ٢٠١١ء، شمېر ٥٠٠، کمپوزنګ بطاش وليد او وصاف باسط، ډيزائن يې رحمت ديوان، ټول ٢٤٩ مخونه لري او بيه يې ٢٠٠ روپۍ ده.
کتاب په زرپاڼه پرنټرز پېښور کې چاپ او د پښتو ادبي چمن ټل له خوا خور شوى دى. د پښتونخوا د هر کتابتون نه يې ترلاسه کولاى شئ.

0 comments:

Post a Comment

ډېر ځل کتل شوي

Blog List

په دې سايټ کې ځان شريک کړئ